د پاکستان تحريک انصاف چيرمين عمران خان وئيلي دي چي ګورو چي حکومت سره مذاکرات چيرته ځي

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف چيرمين عمران خان وئيلي دي چي ګورو چي حکومت سره مذاکرات چيرته ځي۔جنرل (ر) باجوه پاکستان ته هومره نقصان رسولي کوم چي هيڅ دښمن نه دي کړي۔
په لاهور کې د ويډيو لنک له لارې فعالانو ته په خطاب کې عمران خان وويل، په ازاده ټولنه کې پوليس هم بې پرې وي، هيڅوک ظلم نه شي کولی.
عمران خان وويل، چې پوليسو يې کور وران کړ، خلک يې په جيلونو کې واچول، سيف سټي کېس کې د اسلام اباد IG ته سزا ورکول کېده، شهباز شريف يې په قصدي توګه راوست.
د پي ټي آئي چيئرمېن وويل چې د علي امين په ضد چې کله يو کېس ختم شي نو بل اضافه کيږي، د پخواني وزيراعظم په ضد 145 مقدمې جوړې شوي دي.
هغه وويل، دومره زيان يې هيڅ دښمن نه دى کړى، څومره چې باجوه پاکستان ته کړى دى.





