د داخله چارو وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې که مذاکراتي کميټي کومې نتيجې ته ورسيږي نو هر څوک دې د خپل ميډيټ احترام وکړي

باغي ټی وي رپورټ
د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کښې د خبرو په مهال رانا ثناء الله وويل چې د سه شنبې په ورځ چې کوم مذاکراتي ټيم حتمي کوي نو حتمي منظوري به د اتحادي ګوندونو له مشرانو څخه اخستل کيږي.
وفاقي داخله وزير وئيلي دي پي ټي آئي دوه اسمبلئ ماتولو سره حماقت کړے دے، صوبائي اسمبلئ په 13م اګست خپله موده پوره کوي، په اګست مياشت کښي نگران حکومتونه راځي او په اکتوبر کښي انتخابات کيږي۔
رانا ثناء الله د سندهـ او بلوچستان اسمبلۍ منحلولو د پي ټي ائي غوښتنې په اړه وويل مونږ د سندهـ او بلوچستان اسمبلۍ منحلولو اختيار نه لرو.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ په هېواد کې د ټاکنو په اړه د حکومت او پي ټي ايي د استازو ترمنځ د خبرو دويم پړاو پاى ته ورسېد.






