د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال كراچۍ كښې د باران امکان څرګندونه شوې ده
باغی ټی وی رپورټ
د موسمياتو محکمي ترمخه په کراچۍ ښار کې د کم نه کمه درجه حرارت 23.3 درجې او په ښار کې د زيات نه زيات حرارت د 33 او 35 درجو تر مينځ وي.
د هوا پېژندنې ادارې د چارواکو په وینا په ښار کې د رطوبت کچه ۶۶ سلنه او د شمال ختیځ بادونو سرعت په ساعت کې ۷ کیلومتره دی.
له بلې خوا د بلوچستان په مرکز کوټه کې د هوا د ګرمېدو خبر ورکړل شوی او د تودوخې درجه د سانتي ګراد ۱۲ درجې ثبت شوې ده.
د موسمياتو محکمي ترمخه نن په کوئټه، قلات، خضدار، زيارت، سبي، نصير آباد، جھل مګسي، بارکھان، لورالائي، موسى خيل، کيچ، پنجګور او لسبيله کښي د تيزو هواګانو سره د باران امکان دے
د موسمياتو محکمي چارواکي وائي د بلوچستان په يو شمير ځايونو کښي د تيز باران او ږلۍ وريدو امکان شته۔