د سندهـ په نوشهروفيروز ضلع کې بانفوذه کسانو د ښځو ويښتان پرې کړي

0
210

باغی ټی وی رپورټ

د جيو نيوز د راپور له مخې، دا پېښه د بهاريا ښار په څنډه کې په يوه کلي کې شوې او قرباني شوې مېرمنې تور لګوي چې د کوڅې د بندولو په خاطر يې د وېښتانو په پرې کولو سره سپکاوی کړی دی.

میرمنې وویل چې تورن کور ته ننوتي او زموږ ویښتان یې پرې کړي او پولیسو له تورن څخه پیسې اخیستي او هغه یې پریښي دي.

پوليس وايي، چې پېښه کورنۍ شخړه ده، چې په اړه يې نورې پلټنې روانې دي.

Leave a reply