د بلخ والي اود ازبکستان د ریس جمهور د استازې ملاقات
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د اسلامی امارت د نوي حکومت د بلخ والي او د ازبکستان د حکومت نماینده پلاوي غړو ترمینځ یو ملاقات شوې دې، په دې ملاقات کښې د افغانستان او د ازبکستان هیوادونو ترمینځ د ښو اړیکو او دو اړخیز تجارت ته وده ورکولو په موضوع خبرې وشوې.
د باختر نیوز آژانس رپورټ مطابق د بلخ والي او ازبکستان د جمهور رئیس ځانګړي استازي په حیرتان بندرښارګوټي ناسته وکړه.
د رپورټ مطابق په دې ملاقات کښې د افغانستان او ازبکستان ترمینځ د د اسلامی ، ټولنیزو او په یو شمیر نورو مشترکاتو خبرې اترې وشوې او د دواړو هیوادونو د پلاوي د غړو له اړخه ژمنه وشوه چې دوی به د یو بل سره د یو ښه اسلامی ګاونډې په توګه اړیکې ولري او ټینګې به ی کړي.
یاده دې وي چې کله نه د افغانستان اسلامی امارت نوې حکومت اعلان کړې نو په ګاونډي هیوادونو ، ملګري ملتونو، امریکا او نور غربي هیوادونه نه ی غوښتنه کړې ده چې د اسلامی امارت حکومت او افغانستان دې وس په رسمي توګه اوپیژني خو تراوسه مغربي هیوادونو او امریکا په خپله د اسلامی امارت د تسلیمولو په اړه په فیصله نه ده کړې.
د مغربي هیوادنو او امریکا حکومت نه داسې بیانونه خپریږي چې دوی د اسلامی امارت حکومت مشاهده کوی او په راتلونکي کښې به د افغانستان اسلامی امارت د تسلیمولو په اړه فیصله او اعلان وکړي.
د بلخ والي او ازبکستان د جمهور رئیس ځانګړي استازي په حیرتان بندري ښارګوټي کې سره وکتل.
په دی کتنه کې د افغانستان او ازبکستان پر ګاونډيتوب، فرهنګي، ټولنیزو او اسلامي مشترکاتو هر اړخیز بحث وشو. pic.twitter.com/I5cv4S0H1g— BNA Pashto (@bnapashto) October 13, 2021