د پاکستان د تحريک انصاف د مشر عمران خان د وژنې په اړه د ګډې پلټنيزې ډلې (جي آئي ټي) پلټنو او په عمران خان د لګېدلو ګوليو فارنزک رپورټ مخې ته راغلی دی

0
185

باغی ټی وی رپورټ
لاهور: د پاکستان د تحريک انصاف د مشر عمران خان د وژنې په اړه د ګډې پلټنيزې ډلې (جي آئي ټي) پلټنو او په عمران خان د لګېدلو ګوليو فارنزک رپورټ مخې ته راغلی دی.

دسرچينو ترمخه فارنزک رپورټ کې وئيل شوي چې عمران خان ته درې مرمۍ لگول شوي، په رپورټ کې ليکل شوي چې عمران خان ته يوه مرمۍ اؤ دوه ټوټې ټوټې شوې دي، دکيس چالان کې وئيل شوي چې عمران خان په يوه مرمۍ لگيدلى دى.

د مقدمې د چالان ترمخه د معظم د وژنې په مقدمه کې مرکزي ملزم نوید تورن کړی شوی دی، په داسې حال کې چې د جي آئي ټي نورو غړو د معظم د وژنې پړه په نوید باندې اچولو سره اختلاف کړی او د ډگر تر څارنې لاندې دی.

سرچينې وائي چې چالان کې وئيل شوي دي چې په لانگ مارچ کې دشخصي کمپنۍ ساتونکي څخه هم پلټنې شوي اؤ ٨ ټوپکونه يې ترلاسه کړي دي، دبېلابېلو ټي وي چينلونو څخه دپيښې ٢٧ ويډيوګانې هم دتحقيقاتو برخه ګرځول شوې ده.

د چالان ترمخه ملزم نوید او ملزم وقاص د پيښې نه پس ګرفتار کړی شوي وو، چالان د پخواني سي سي پي او غلام محمود ډوګر او یو غړي انور شاه لخوا جمع کړی شوي وو.

دسرچينو ترمخه حکومت په جے آئي ټي کې ډي آئي جي خرم شاه، طارق محبوب، نصيب الله خان او احسان الله چوهان شامل کړي وو خو چالان باندې د سي سي پي او غلام محمود ډوګر او انور شاه نه علاوه د چا دستخطونه نشته.

د زرائعو له مخې د چالان نامکمل رپورټ د څلور ملزمانو نومونو سره عدالت ته جمع کړے شوے وو، پخواني سي سي پي او غلام محمود ډوګر د مقدمې ټول فائلونه ځان سره بوتلل، نوې جے آئي ټي د نه موجوديت له وجې تحقيقات شروع نه شول۔ په داسې حال کې چې د مقدمې مدعي ایس ایچ او عامر شهزاد څو ورځې وړاندې مړ شوی دی.

Leave a reply