د ویسټ منسټر کونسلران په لندن کې د مسلم لیګ (ن) د مشر میاں نواز شریف د کور مخې ته د مظاهرو د منع کولو لپاره متحرک شوي دي
باغی ټی وی رپورټ
د ویسټ منسټر کونسلر له پولیسو سره تماس نیولی چې په لندن کې د نواز شریف له استوګنځي بهر پر مظاهرو بندیز ولګوي.
په دې اړه بیرسټر پال فشر وویل، دا ځای د پاکستان پارلمان نه دی، د نواز شریف د مخالف ګوند پلویان باید دلته ستونزې جوړې نه کړي.
ده ووئيل د ایون فیلډ په شاوخوا كښې اوسېدونکی خلق د احتجاج له وجې ډېر خفه دي، هغوي هم ځورولے شوي دي او داسې ثبوتونه يې ليدلي چې د پي ټي آئي په احتجاج كښې د نورو بې عزتي كېږي۔
بیرسټر پال فشر زیاته کړه چې پوهېږي چې نواز شریف د دې احتجاجونو مسؤل نه دی، د ګاونډیانو د سولې لپاره دې د احتجاجونو لړۍ ودرول شي.