د تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وايي د وزيراعظم د باور رښتينې رايه به هغه وخت اخستل کيږي کله چې د پاکستان صدر دا خبره وکړي

0
84

باغي ټی وی رپورټ

لاهور: د تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وايي د وزيراعظم د باور رښتينې رايه به هغه وخت اخستل کيږي کله چې د پاکستان صدر دا خبره وکړي.

په خپل يو بيان كښې فواد چوهدري وئيلي دي چې وزيراعظم ته د اعتماد رايه وركولو كښې د منحرف شويو غړو ووټونه هم شامل دي نو حكومت به اکثريت له لاسه وركړي ځكه چې دوي ووټ نه شي اخستې۔

هغه وويل، د لومړي وزير د باور رښتينې رايه به هغه وخت وي چې د پاکستان ولسمشر ووايي، اوس د باور رايه اخيستل سياسي حيثيت لري، خو اساسي قانون نه لري. بل اړخ ته د پي ټي آئي غړې شيرين مزاري وئيلي دي چي د افسوس خبره ده چي د عدم اعتماد په ووټ کښي د منحرف غړو ووټونه هم شميرل شوي ځکه چي بدبختانه دا مهال په قانون عمل نه کيږي۔

Leave a reply