اسلام اباد: وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې عمران خان دجنرل باجوه په امر اسمبلۍ منحل کړې خو اوس انديښمن دې
باغي ټی وی رپورټ
د جيو نيوز پروګرام آج شاهزيب خانزاده سره خبرو کې احسن اقبال وويل عمران خان د کوم جمهوري روايت له مخې نه بلکې د خپل پخواني پوځي مشر جنرل باجوه په حکم خپلې دوه صوبايي اسمبلۍ منحل کړې چې له مخې يې د ده اراده دا وه چې د اسمبلۍ په ماتولو سره به نظام سقوط وکړي، خو داسې ونه شول او اوس عمران خان اندېښمن دی.
ده ووئيل دا مهال په هېواد كښې آئيني شخړه نه ده بلكې سياسي شخړه ده او دا شخړه له دې امله رامخې ته شوې چې عمران خان د كوم جمهوري روايت له مخې نه بلكې د خپل پخواني پوځي مشر جنرل باجوه په وينا خپلې دوه صوبائي اسمبلۍ منحل كړې۔
احسن اقبال وويل د عمران خان اراده وه چې د اسمبلۍ په ماتولو سره به نظام نسکور شي خو داسې ونه شول او اوس عمران خان اندېښمن دی.