د حکومت او تحریک انصاف تر منځ د انتخاباتو د ترسره کولو په سر د خبرو دویم پړاو به نن ماسپښین درې بجې کېږي

0
99

باغي ټی وی رپورټ

د مذاکراتو لومړی پړاو تيره ورځ د پارليمنټ هاؤس په کميټۍ کې ترسره شو چې پکې حکومتي پلاوي کې اسحاق ډار، اعظم نذير تارڑ، سعدرفيق، يوسف رضاګيلاني، نويد قمر، کشور زهرا او د پي ټي آئي په پلاوي کې شاه محمود قريشي شامل وو. علي ظفر او فواد چوهدري شامل دي.

پي ټي ائي له حکومت سره د مذاکراتو لومړی پړاو خوشحاله بللی وو، د مذاکراتو په لومړي پړاو کې حکومت او د پي ټي ايي پلاوي په يو نکاتي انتخابي اجنډا خبرې وکړې، په داسې حال کې چې پاکستان تحريک انصاف هم درې شرطونه وړاندې کړل.

د مذاکراتو په مهال پي ټي ائي غوښتنه کړې وه چې قامي اسمبلۍ دې په مئ مياشت کې منحل کړل شي، په جولائي مياشت کې د انتخاباتو دپاره دې آئين کې ترميم کړل شي او د تحريک انصاف استعفې دې بيرته واخستل شي.

په دې موقع د پي ټي آئي مشر شاه محمود قرېشي ووئيل چې په دوه ساعته خبرو كښې هغه خپل نظر وړاندې كړو۔

د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې ټولې معاملې به په آئيني حدودو کښې حل کولے شي۔

بل خوا، بیرسټر علي ظفر ویلي، هڅې روانې دي چې د دوشنبې تر ورځې مخکې د مذاکراتو بهیر بشپړ شي.

Leave a reply