عمران خان د غدارۍ په مقدمه کې د ضمانت لپاره اسلام اباد های کورټ ته حاضرېدو لپاره زمان پارک لاهور ته ولاړ

باغی ټی وی رپورټ
د پوځي چارواکو په ضد د تورونو په تناظر کې عمران خان بغاوت ته د هڅولو مقدمه ده، د مجسټرېټ په شکايت د هغه خلاف رامنا پوليس سټيشن کې مقدمه درج کړې شوې ده.
د لاهور هائي کورټ نه د عمران خان حفاظتي ضمانت د اپرېل په 26مه نېټه ختم شوے دے۔
د عمران خان وکيلانو د اسلام آباد هائي کورټ کښې د ضمانت درخواست جمع کړے وو او نن ئې د ضمانت درخواست باندې د اورېدنې غوښتنه کړې وه.
په درخواست کې استدلال شوى چې دغلته امنيتي ګواښونه موجود دي چې له امله به يې يو ځل بيا قاتلانه بريد وشي نو عدالت دې د مقدمې پرځاى پخپله عبوري ضمانت ورکړي.
د عمران خان په راڅرګندېدو سره کيپيټل پوليس د ټريفک پلان جاري کړے دے چې پکښې به د جي ټين پروجيکټ مور او عون محمد رضوي روډ باندې ډيورېشن کولے شي، ښاريانو ته د متبادلو لارو انتخابولو هدايات شوي دي۔






