د مسلم ليګ (ن) مشر ميا نواز شريف وئيلي دي چې د پي ټي آئي غوښتنې هيڅ بنياد نه لري

0
78

باغی ټی وی رپورټ.
لندن: د مسلم ليګ (ن) مشر ميا نواز شريف وئيلي دي چې د پي ټي آئي غوښتنې هيڅ بنياد نه لري.

نواز شریف له حکومت سره په خبرو اترو کې د تحریک انصاف د درېیو شرطونو په ځواب کې وویل چې د تحریک انصاف غوښتنې له تېرو شلو کلونو راهیسې د ټولو په وړاندې دي.

پخواني لومړي وزیر ویلي، چې د تحریک انصاف غوښتنې پای نه لري.

نوازشريف وئيلي دي چې دعمرې په موقع د پاکستان دامن لپاره دعا کوم، الله دې په پاکستان رحم وکړي.

ياده دې وي چې پاکستان تحريک انصاف حکومتي پلاوي ته درې شرطونه وړاندې کړي چې پکې ويل شوي چې د روان کال په مې مياشت کې دې قومي اسمبلۍ او دواړه صوبايي اسمبلۍ منحل شي او په اساسي قانون کې دې ترميم وشي. د مۍ د ١٤مې نه علاوه د يو وخت انتخاباتو لپاره به د تحريک انصاف استعفې د آئيني ترميم لپاره واپس اخستلې شي۔

Leave a reply