وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي د ملک اقتصادي حالات به ډير زر ښه شی

0
240

باغی ټی وی رپورټ

اسلام آباد: وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي د ملک اقتصادي حالات به ډير زر ښه شي۔

د پاك فضائيه پاسنګ آوټ پريډ ته په خطاب كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل زه پاس آئوټ شوي ټولو كيډټس ته د زړه له تله مبارکي وړاندې كوم۔

وزيراعظم وويل دپاك فضائيه پوځ په هرډول چيلنجونو كښې دهيواد نوم روښانه كړى، دپاك فضائيه د غوره مسلکي مهارتونو له امله په ټوله نړۍ كښې شهرت لري، زه باوري يم چې وسله وال پوځ به همېشه د خپلو استعدادونو ښودلو ته دوام وركوي د ملت د ارمانونو مطابق.

شهباز شريف وويل دا مهال نړۍ د موسمي بدلون پشمول د يو شمير چيلنجونو سره مخ ده او پاکستان د اقتصادي چيلنجونو سره مخ دی.

ده ووئيل د ټولو هېوادونو نه د دوه اړخيزه مفاداتو په بنياد مثبتې اړيكې غواړي٬ د كشمير مسئلې له هواري پرته په جنوبي اسيا كښې د امن ټينګېدل ناشوني دي٬ هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په ډاګه خلاف ورزي كوي۔ زندان

وزيراعظم وويل مونږ به په سيمه کې دسولې لپاره دګاونډيو هيوادونو سره په ګډه کار کولو ته دوام ورکړو په داسې حال کې چې دامن دټينگښت لپاره زمونږ خواهش کمزورى نۀ ګڼل کيږي.

Leave a reply