پاکستاني سفیر ویلي امریکا، پاکستان او هند خبرو ته هڅوي او امریکا د کشمیر د مسئلې په هواري کې رول لوبولی شي.

0
174

باغی ټی وی رپورټ

په امریکا کې د پاکستان سفیر مسعود خان د بهرنیو ځواکونو د تمویل او د بهرنیو پوځیانو د خرڅلاو د بندولو غوښتنه وکړه.

په واشنګټن کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال مسعود خان وویل، پاکستان او امریکا د امنیتي چوکاټ د بیا پیلولو پرېکړه کړې، چې هدف یې په افغانستان کې د سیمې امنیت، د ترهګرۍ ضد مبارزه او ثبات ته وده ورکول دي.

پاکستاني سفیر ویلي امریکا، پاکستان او هند خبرو ته هڅوي او امریکا د کشمیر د مسئلې په هواري کې رول لوبولی شي.

مسعود خان ټینګار کړی چې امریکا هم باید د جنوبي اسیا په سیمه کې د ثبات او توازن لپاره رول ولوبوي.

هغه وويل چې د روسيې د تېلو له پېرلو مخکې له امريکا سره مشوره شوې وه، په دې برخه کې د پاکستان او امريکا تر منځ کومه غلط فهمي نشته.

Leave a reply