د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د روغتیا په اړه د ترکیې د چارواکو څرګندونې مخې ته راغلي

باغي ټی وی رپورټ
په دې ورځو کې په ترکیه کې د مې د ۱۴ مې د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو لپاره کمپاین روان دی، په همدې حال کې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سه شنبې په ورځ له ۲ تلویزیونونو سره ګډه مرکه وکړه.
د ترکیې د ولسمشر مرکه ۹۰ دقیقې ناوخته پیل شوه او بیا د مرکې له پیل څخه ۱۰ دقیقې وروسته د رجب طیب اردوغان د معدې د تکلیف له امله په ناڅاپي توګه ودرول شوه.
خو ولسمشر اردوغان له ۱۵ دقیقې وقفې وروسته بېرته راستون شو او له حاضرینو یې بښنه وغوښته او له وقفې وروسته د ترکیې ولسمشر یو شمېر نورو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
د ترکیې ولسمشر وویل، پرون او نن ډېر بوخت وو، له همدې امله مې د معدې درد کاوه، فکر مې کاوه چې که پروګرام لغوه کړم، دا به ناسمه وګڼل شي.
د راپورونو له مخې ولسمشر اردوغان له ستړي مخ او په سترګو کې اوښکې سره د مرکې ته راستون شو.
خو د ولسمشر د روغتیا په اړه ترکي چارواکي وايي، چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان روغتیايي حالت مخ په ښه کېدو دی او ډېر ژر به خپل عادي فعالیتونه پیل کړي.
د ترکيې د روغتيا وزير له ترکي رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې د ولسمشر رجب طيب اردوغان روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دی، د ولسمشر اردوغان په معده کې د التهاب اغېز کم شوی او ولسمشر اردوغان به ډېر ژر خپل عادي فعاليتونه پيل کړي.
د يادونې وړ ده چې د ترکيې ولسمشر تېره ورځ د معدې د درد له امله خپل ټول مصروفيتونه لغوه کړل، رجب طيب اردوغان د سه شنبې په شپه د معدې له درد څخه شکايت وکړ.






