پاکستان ته د ایراني ډیزلو د قاچاق لړۍ پراخه شوې او په دغه هېواد کې په لویه کچه ایراني ډیزل قاچاق کېږي
باغی ټی وی رپورټ
پاکستان ته د ایراني ډیزلو د قاچاق لړۍ پراخه شوې او په دغه هېواد کې په لویه کچه ایراني ډیزل قاچاق کېږي.
د تېلو صنعت اټکل کوي چې پاکستان ته د ایران د ډیزلو میاشتني قاچاق په میاشت کې تر ۳۰ میلیون لیټرو زیات شوی دی.
د صنایعو سرچینې وايي، د ایراني ډیزلو له امله د معیاري ډیزلو په پلور کې ۴۳ سلنه کموالی راغلی دی. د سرچينې په وينا، له ايران څخه د پټرول قاچاق هم مخ په زياتېدو دى او په مياشت کې يې حجم له درې کروړه ليټرو څخه زيات شوى دى.