هېواد کې د لوېديځو بادونو تازه څپه داخله شوې چې له امله يې د پنجاب، سندهـ او خېبرپښتونخوا په ۹۰ فيصده سيمو کې د باران او ږلۍ ورېدو امکان دی.
باغي ټی وی رپورټ
د هوا پېژندنې اداره وايي، هېواد ته د لوېديځو بادونو نوې څپې ننوتي، چې ښايي سخت بارانونه وکړي او ښاري سيلابونو وېره شته.
د موسمياتو محکمي ترمخه نن او د مئي تر اولني پوري په کراچي کښي د يو څه معتدل او ځني سختو بارانونو وړاندوينه شوې ده ولي د بلوچستان په شمال ختيز او ساحلي سيمو او په چمن کښي هم د تيزو طوفاني هواګانو امکان شته۔ د باران امکان هم شته.
پي ډي ايم اے د طاقتور مغربي سيسټم لپاره الرټ جاري کړے دے او د تيزو بادونو له وجې د ګوادر، پسني او اورماڑه په سمندرونو کښې د ډوبيدو خبردارے ورکړے شوے دے او ماهيانو ته وئيلي شوي دي چې ژور سمندر ته د تلو نه ډډه وکړي.