عبدالسلام ضعیف: افغان پاشلی فوځ بیرته راغواړو

0
84

عبدالسلام ضعیف: افغان پاشلی فوځ بیرته راغواړو

عبدالسلام ضعیف تیره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې افغان پاشلی فوځ بیرته سره منسجم کوو او راغواړو یې.

 

(2021 / 8 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)

تېره ورځ پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف رسنیو ته په خبرو کې وویل چې طالبانو نوره جګړه بس کړې او هڅه کوي افغانستان جوړ او خوارۀ وارۀ خلک سره راټول کړي. دۀ همدا راز وویل چې طالبان افغان فوځ بیرته راغواړي او یو منظم فوځ به جوړوي.

هېره دې نۀ وي چې د تېرې سه شنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یوۀ خبري کنفرانس په ورکولو سره وویل چې دولتي مامورین دې خپلو دندو ته راوګرځي خو نن دولتي مامورینو ته دفتر ته د تګ اجازه ورنکړل شوه.

Leave a reply