ختيځ کې د HER یا د روغتیا بیړني غبرګون پروژې تطبیق کوونکو او تمویلوونکو سره د همغږۍ غونډه شوې.
ختيځ کې د HER یا د روغتیا بیړني غبرګون پروژې تطبیق کوونکو او تمویلوونکو سره د همغږۍ غونډه شوې.
27 اپریل پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد مجلس په ختيځ کې د یونیسیف په دفتر کې ترسره شو، چې پکې د کنړ، لغمان او نورستان ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو مسؤلینو، د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د PHC سرپرست ډاکټر عبدالله عزیزي، د شکایاتو اوریدنې مسؤل قاري غلام حبیب او د یونیسیف، WHO سربیره سیمه ییز روغتون رئیس، JACK او نورو تطبیق کوونکو مؤسسو استازو ګډون کړی و.
په مجلس کې په تیره ربعه کې د ترسره شوو فعالیتونو سربیره په شته ننګونو، مشکلاتو او نیمګړتیاوو بحث ترسره شو.
اړوند موضوعات
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر د جمهوریت روغتون د چارو څخه له نیږدې لیدنه کړی.
اړونده مسؤلینو د روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ستونزې له تمویلوونکو او تطبیق کوونکو سره په مستقیم ډول شریکې کړې او د حل جدي غوښتنه یې وکړه.