د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري وئيلي دي چي د بلاول بهټو او شهباز شريف بيانونه ښي چي دوي هيڅکله آئين نه دي لوستلي

0
210

باغی ټی وی رپورټ

په يو بيان کې فواد چوهدري وويل بلاول بهټو اؤ شهباز شريف دخپلو خواهشاتو دترسره کولو اعلان کړى دى، دا مهال سپريم کورټ د آئين تحفظ کوي.

هغه وويل مولانا فضل الرحمان دپاکستان داساسي قانون په ښخولو کې دقربانۍ کردار ادا کړى دى په داسې حال کې چې دبلاول اؤ شهباز شريف له بيانونو څخه ښکاري چې ده هيڅکله اساسي قانون نۀ دى لوستى.

فواد چوهدري وئيلي دي چې سپيکر د قومي اسمبلۍ ډمي سپيکر دی، د هغه د موقف او خط حيثيت به څه وي؟

Leave a reply