د پاکستان تحريک انصاف مشر اسد قيصر وئيلي دي چې حکومت واضحه کړې ده چې مذاکرات نه غواړي او د چيف جسټس د لرې کولو لپاره منصوبه روانه ده

0
106

باغی ټی وی رپورټ

د پاکستان تحريک انصاف مشر اسد قيصر وئيلي دي چې حکومت واضحه کړې ده چې مذاکرات نه غواړي او د چيف جسټس د لرې کولو لپاره منصوبه روانه ده.

خپل يو بيان كښې اسد قيصر ووئيل حكومت سپريم كورټ سره مقابلې ته تيار دے ۔

اسد قیصر وویل چې معلومه شوې ده چې د چیف جسټس خلاف سازش روان دی.

ده ووئيل د چيف جسټس لرې كولو لپاره منصوبې روانې دي دغسې هڅې په هيڅ صورت د منلو نه دي۔

هغه وويل که حکومت سترې محکمې ته سپکاوى کړى نو هيله ده چې ټول ملت به دحقيقي ازادۍ لپاره راووځي.

Leave a reply