سينئر کارپوه سهيل وڑائچ وئيلي دي چې عمران خان دانتخاباتو په مسله کې نرمښت ښودلو ته تيار دى

باغی ټی وی رپورټ
له عمران خان سره تر ملاقات وروسته د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده سره خبرو کې سينئر تجزيه کار سهيل وڑائچ وويل چې عمران ترې غوښتي دي چې يو مضبوط دليل ورکړي چې د اکتوبر په مياشت کې د ټولټاکنو په کولو سره د ملک په ګټه څه ده نو دوي تيار دي.
ده ووئيل عمران خان ته د ځينو كسانو لخوا سلا شوې چې د اسټيبلشمنټ بندې لارې خلاصې كړي او دا تاثر لرې كړي چې هغه به د چا غچ واخلي او يا به بې اطلاعي كوي۔
دغه لوړپوړي شنونکي وويل، د هغه پوښتنې ته پخواني لومړي وزير عمران خان په ځواب کې وويل چې پيغامونه ليږي خو ځواب نه راځي.






