امريکا وايي، له پاکستانه د روسيې د تېلو پر پېرلو هېڅ اعتراض نه لري

باغی ټي وی رپورټ
دبهرنيو ميډيا رپورټونو ترمخه په واشنگټن کې دبريفنگ ورکولو په مهال دامريکا دبهرنو چارو دوزارت وياند وئيلي دي چې پاکستان ته دروسيې دتيلو په اخستلو کوم اعتراض نشته، هر هيواد دخپلو اړتياؤ مطابق فيصله کولو حق لري.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وايي، زموږ هڅه دا وه چې د روسیې تېل له نړیوال مارکېټ بهر نه کړو، ځکه موږ پوهیږو چې په ټوله نړۍ کې د روسیې تېلو ته تقاضا ډېره ده.
هغه زیاته کړه چې د دې کار لپاره په نړیواله کچه نرخ ټاکل شوی، موږ نه غواړو چې روسیه دا پیسې په جګړه کې واچوي.
د يادونې وړ ده، چې تمه ده د روسيې څخه د خامو تېلو بېړۍ د مې تر ۲۴مې پاکستان ته ورسېږي.
د انرژۍ وزارت سرچینې وايي، دا لا وختي ده چې ووایو چې خام تیل به څومره ارزانه وي، ځکه چې کارګو به یوازې د ازموینې لپاره له روسیې څخه راځي.





