د خیبر پښتونخوا نګران وزیراعلی خاص مرستیال پیر هارون شاه نن د تورخم د غر ښوویدنې ځای دوره وکړه

په تورخم پوله د لنډي کوتل انتظامی افسر پیرهارون شاه ته د پیښې په اړه معلومات ورکوي.
نصیب شاه شینواري
په تورخم پوله د غر ښویدنې له امله د ټولو ټرانسپورټرانو مړي را ویستل شوي دي او د پیښې په ځای د بیا رغونې کار په چټکۍ سره روان دی.
دا خبرې پیر هارون شاه چې د خېبرپښتونخوا نګرن وزیر اعلی خاص مرستیال دې ، چار شنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان پولې تورخم ته څېرمه د غر ښویېدو د پېښې ځای د لیدنې په مهال وکړې.
په دې موقع د ريونيو خاص مرستيال پير هارون شاه ووئيل چې په تورخم کښې د غر ښوئيدو دا یوه ډېره غمجنه پېښه ده چې په نتيجه كښې ئې د قيمتي ځاني زيان سره سره مالي زيان هم رامخې ته شوے دې. د لنډی کوتل ایډیشنل اسسټنټ کمشر د وزیراعلی خاص مرستیال ته د پیښې په اړه بشپړه تفصیلات ورکړل.
نوموړي د پیښې په ځای د ژغورنې او مرستو عملیات په چټکې سره ترسره کولو لپاره د ټولو اړوند ادارو ستاینه وکړه . نوموړي ځایی انتظامیه او اړوندو مسوولينو ته لارښوونه وکړه ا و ويې ويل، چې د پېښې ځاى دې ژر تر ژره کړل شی چې سوداګرو ته اسانتیاوې په لاس راشي.
اړوندو چارواکو د ريونيو خاص مرستيال پير هارون شاه ته بريفنګ ورکړو او ويې ويل چې د ټولو موجودو وسائلو په استفادې سره ی د غر ښويېدنې په ځاى کې د ژغورنې او بيارغونې چارو ته دوام ورکړ او وس هم روانې دي، هغوی ورته په ګوته کړه چې د غر د ښويېدنې له ملبې څخه ټول مړي را ویستل شوي دي او وس د ملبې صفا کولو باندې کار روان دې.






