افغانستان ته د پاکستان ایکسپورټ تجارت د هیود اقتصاد لپاره د ملا تیر حیثیت لري: د تورخم کسټم کلیرینس ایجنټانو او ټرانسپورټ اتحادیی مشرانو خبری غونډې ته وینا

نصیب شاه شینواري

لنډي کوتل : د لندې کوتل په پريس کلب کښې د يوې خبري غونډې پر مهال د تورخم کسټم ایجنټانو ټولنې مشر معراج الدين شينواري، د کسټم ایجنټانو اتحادیی پخواني رئيس زرقيب شينواري او د تورخم د ترانسپورت رييس عظيم الله شينواري وويل، له ټولو هغو ادارو مننه کوو چې د تورخم په پېښه کې يې د ژغورنې او د مرستو په عملياتو کې برخه اخيستې ده.
هغوی اوویل چې په عملیاتو کې د سیاسي، ټولنیزو او مدني بنسټونو چارواکو هم برخه اخیستې وه چې دوی ی ستاینه کوي.
نوموړي له اړوندو ادارو وغوښتل چې په پېښه کې له زيانمنو شويو کورنيو سره مالي مرسته وکړي او ويې ويل چې د پاک افغان پر لويه لار به د زیانمنو کسانو سره مالي مرستې راټولولو لپاره کمپاين هم پيل کړي ترڅو زيانمنو شويو کورنيو ته يو څه مرستې ورسوي.
معراج الدين شينواري په تورخم کښې سرکاري چارواکو او ادارو وغوښتل چې په تورخم کښې د ترافيکي ګڼې ګوڼې څخه بچیدو لپاره د تجارتی ګاړو ان لان کلیرینس زر تر زره بشپړه کړي چې په تورخم پوله د صادراتو او وارداتو سوداګري وده وکړي ، هغوی اوویل چې د پاکستان ایکسيورټ افغانستان ته زیات شی نو دې سره به زمونږ د هیواد اقتصاد وده وکړي او خلقو ته به د روزګار موقع هم په لاس راشي.
معراج الدين شينوارى اوویل صادرات او واردات د پخوا په پرتله ډېر کم شوي، چې له امله يې ملي خزانې ته هم زيان اوښتى دى،دوی غوښتنه وکړه چې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت وده وکړي ،دوی اوویل چې د سکیننګ وروسته هم د ګاډو مکمل چیکنګ د تجارت په لار کښې لوی خنډ ګرځیدلی دی او دا کار باید ودرول شي.
معراج الدین شینواری او نورو مشرانو د کرکټر شاهین آفریدي او عطا افغان څخه هم مننه اوکړه چې د پيښې ځاې ته راغلل او زیانمنو افغان ټرانسپورټرانو سره ی د خواشینې څرګندونه وکړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载