دخيبر ضلعې په تيراه دره کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته کې دوه عسکر وژل شوي اؤ دوه تندلاري وژل شوي دي

0
240

باغي ټی وی رپورټ

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) په وینا، له وژل شویو ترهګرو څخه وسلې او مهمات ترلاسه شوي او په نښته کې څلور ترهګر ټپیان شوي هم دي.

د آئي ايس پي آر ترمخه د ډزو په تبادله کښې دوه فوځيان په زړورتيا سره شهيدان شول چې پکښې سپاهي وقاص علي شاه او سپاه باسط علي شهيدان شول.

آی ایس پي آر وايي د نورو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره د سیمې د پاکولو کار روان دی.

د آئي اېس پي آر ترمخه امنيتي ځواکونه له هېواده د ترهګرو ختمولو لپاره ژمن دي، د زړورو داسې قربانۍ زمونږ عزم پياوړی کوي.

Leave a reply