د قومي اسمبلۍ وياند د پي ټي آئي غړو ته د قومي اسمبلۍ اجلاس کښې د ګډون نه انکار کړے دے

باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د قومي اسمبلۍ وياند د پي ټي آئي غړو ته د قومي اسمبلۍ اجلاس کښې د ګډون نه انکار کړے دے۔
د قامي اسمبلۍ وياند ترمخه د پي ټي آئي د مستعفي غړو په اړه د قامي اسمبلۍ سپيكر د آئيني كاركوونكو سره تر سلا مشورې وروسته دا فيصله كړې چې د تحريك انصاف استعفي شوي غړي د اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون نه شي كولې۔
وياند ووئيل سنده هائي کورټ د پي ټي آئي د غړو د استعفي په اړه د اليکشن کميشن نوټيفيکيشن معطل کړے او سنده هائي کورټ د قامي اسمبلۍ سپيکر د فيصلې په اړه هيڅ فيصله نه ده کړې۔
د وياند په وينا، مستعفي شوي غړي نور د قومي اسمبلۍ غړي نه دي او هېڅ مستعفي شوي غړي ته د جرګې د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي، ځکه چې د قومي اسمبلۍ د قوانينو له مخې هېڅ اجنبي کس جرګې ته نه شي تللى.






