د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال بېنچ له فهرسته وويستل شو

باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد: د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال بېنچ له فهرسته وويستل شو.
د پاکستان د چيف جسټس په بنچ کې جسټس جمال مندوخېل او جسټس اطهر من الله شامل وو.
د بنچ په وړاندې د اوریدنې لپاره ټاکل شوې ټولې قضیې هم حذف شوي.
سپريم کورټ رجسټرار د کيسونو د لسټ کولو نوټيفيکيشن جاري کړے دے ولي نوټيفيکيشن کښې د بنچ د لسټ کولو وجوهات نه دي په ډاګه شوي۔
نن د بنچ په وړاندې د 12 مقدمو اورېدنه ټاکل شوې وه، د سپريم کورټ د بنچ نمبر دوه د کيسونو فهرست هم منسوخ کړی شوی دی.
د جسټس سردار طارق مسعود او جسټس شاهد وحيد په مشتمل د بنچ کاز لسټ هم منسوخ کړے شوے دے۔
د سترې محکمې د وياند له مخې د بنچ ون مقدمې د چيف جسټس آف پاکستان د نه موجوديت له وجې ختمې شوې دي.
سرچينې وايي چې د چيف جسټس بېنچ د خرابې روغتيا له امله حذف کړى شوى و، چيف جسټس د تبې، د بدن درد او زکام په ناروغۍ اخته دى، چيف جسټس پرون په خپل کلي کې و او کله چې روغ شي بيا به د کيسونو اوريدنه کوي.






