په کچې کې د ډاکوانو په ضد د پوليسو عمليات په ١٨مه ورځ هم دوام لري

0
201

باغی ټی وی رپورټ
راجن پور: په کچې کې د ډاکوانو په ضد د پوليسو عمليات په ١٨مه ورځ هم دوام لري.

د ډي پي او راجن پور ناصر سيال وينا ده چې د عملياتو په نتيجه کې تر دې دمه 5 غله نيولي شوي دي چې ورسره وسله هم ترلاسه شوې ده.

ډي پي او وويل چې په کوه ميانوالۍ کې پوليس دغلو په کمين کې دننه شوي چې دپوليسو اؤ غلو ترمينځ دډزو تبادله شوې چې په ترڅ کې يې ٤ غله وژل شوي اؤ ٥ نيول شوي دي.

د ډي پي او په وينا تر دې مهاله د ډاکوانو ۱۶ سهولت کاران نيول شوي، زرګونه جريبه ځمکه د ډاکوانو څخه پاکه شوې او د پوليسو پوستې جوړې شوي دي.

Leave a reply