د اسلام اباد هائي کورټ د پوځي چارواکو خلاف د تورونو په تناظر کې د عمران خان په ضد د اسلام آباد په رامنا پولیس سټېشن کې درج شوې مقدمې ضلعي مجسټریټ ته احضار کړی دی

0
80

باغی ټی وی رپورټ

د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د عمران خان د برطرفي درخواست باندي د اوريدنې لپاره ليکلي حکم جاري کړے دے۔

په حکم کې مدعی ته لارښوونه شوې چې راتلونکې اوریدنه کې پخپله حاضر شی.

په حکم کې مدعي د مقدمې او پوليسو ته نوټس جاري کړی او په راتلونکې اورېدنه کې يې جواب غوښتی دی.

د تحريري حکم له مخې د اورېدنې په مهال د عمران خان وکيل وويل چې دا پېښه په لاهور کې ده، دلته مقدمه نه شي درج کېدای، د عمران خان د وکيل په وينا په مقدمه کې لګول شوي تورونه د جرم په کټګورۍ کې نه راځي.

د رجسټرار دفتر د مقدمې د اورېدنې لپاره د می په 11 نیټه ټاکلې ده.

ياده دي وي چي د عمران خان په ضد د اسلام آباد په رامنا پوليس سټيشن کښي د مجسټريټ په شکايت کښي مقدمه درج کړے شوي ده او په مقدمه کښي لاهور هائي کورټ هم تر نن پوري حفاظتي ضمانت اخستي دي۔

د بله پلوه د اسلام اباد پولیسو د پیښې د څیړنې لپاره ځانګړې ګډه تحقیقاتي ډله جوړه کړې ده.

Leave a reply