تحريک انصاف سپريم کورټ کښې درخواست جمع کړے چې پکښې دې د پنجاب او خېبرپښتونخوا د نگران وزيراعلې په فوري توګه معطل کولو او لرې کولو غوښتنه کړې
باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد: تحريک انصاف سپريم کورټ کښې درخواست جمع کړے چې پکښې دې د پنجاب او خېبرپښتونخوا د نگران وزيراعلې په فوري توګه. معطل کولو او لرې کولو غوښتنه کړې
دا درخواست د تحريک انصاف صدر پرويز الهي او د خيبرپښتونخوا پخواني وزيراعلي محمود خان لخوا سپريم کورټ کښې دائر کړے شوے دے۔
په درخواست کې غوښتنه شوې چې د پنجاب او خېبرپښتونخوا نگران وزيراعلي دې د آئيني دورې پوره کېدو وروستو په سمدستي توګه لرې کړل شي.
په درخواست کې دا هم غوښتل شوي چې سمدستي دې دوه نگران وزيراعليان د خپلو اختياراتو د استعمال نه منع کړي.