دکراچۍ څخه کهینجر جهیل ته دپکنک لپاره تلونکې ګاډي ټکر شوی چې له امله یې ۹ کسان وژل شوي دي.

باغي ټی وی رپورټ
د پوليس ترمخه د ټهټهه په چليا کښې د ټرک او وين ترمينځه ټکر شوې چې پکښې د کراچۍ نه 9 کسان مړه شوي دي۔
دسرچينو ترمخه دکراچۍ دقذافي ټاؤن اوسيدونکي په يو وين کې سپاره وؤ چې دخالي په ورځ دخالي لوري څخه راروان يو ټرک ددوي په وين سره ټکر کړى چې له امله يې 8 کسان په موقع وژل شوي اؤ يو تن ژوبل شوى دى. په روغتون کې
وژل شوي کسان نعمان، عبید عالم، سیف الله، عدنان، عبدالله، محمد فیصل، نورالله، تسبیح الله او قیصر نومیږي.
دپيښې وروستو ټرک ډرائيور دپيښې ځايې څخه تښتيدلى اؤ وژل شوي کسان دکراچۍ سهراب گوټ هسپتال ته رسول شوي دي.
د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري د تخته په حادثه خواشیني څرګنده کړې او د کمشنر حیدر آباد نه یې د پیښې رپورټ غوښتی دی.
کامران ټیسوري ټپیانو ته د ټولو ممکنه طبي اسانتیاوو د برابرولو لارښوونه وکړه.