د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان حکومت ته چيلنج کړې چې زر تر زره دې بيا ټولټاکنې وکړي

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان حکومت ته چيلنج کړې چې زر تر زره دې بيا ټولټاکنې وکړي او وئيلي يې دي څوک چې مونږ ته منتخب حکومت وايي هغه دې ميدان ته راووځي، اوس اسټيبلشمنټ هم درسره دی.
عمران خان د پي ټي آئي د ۲۷مې ورځې په موقع د ويډيو لينک له لارې کارکنانو ته خطاب کې وويل زمونږ جنګ د قانون د حاکميت لپاره دی، يو کروړ بهرني پاکستانيان زمونږ اثاثه دي.
عمران خان وویل چې د ای وی ایم لپاره قانون سازي کې باید درغلۍ نه وي، سوال کولو او قرض اخیستلو سره هیڅ فرق نه کیږي، تر څو چې د انصاف حاکمیت نه وي هیواد به پرمختګ نه کوي.
پخواني وزيراعظم وويل څوک چې مونږ ته منتخب حکومت وايي هغه ميدان ته راووځي، اوس اسټيبلشمنټ هم ستاسو سره دى، کله چې ملک په ستونزو کې وي نو نواز شريف د بيمارۍ ښکار کوي او لندن ته تښتي، سزا شوي کسان مهم جوړوي. د دې هیواد پریکړې کوي
د پي ټي آئي چيئرمېن وويل دغو کسانو د تحقيقاتو مرکز تباه کړے دے، هيچا ته اجازه نه ورکوي چې خپل ملک کښې سياست وکړي او بهر پيسې او جائيدادونه جوړ کړي.
ده ووئيل چې د ولس په حېث به حكومت ته راځي، په حكومت كښې راتلو سره به په بهر كښې د پاكستانيانو لپاره مناسب چاپېريال رامنځته كوي او د سرمايه كارانو په لاره كښې به ټول خنډونه لرې كوي۔
عمران خان ویلي د تحریک انصاف په ۲۸مه کالیزه به د تحریک انصاف حکومت راځي او یو کال وروسته به هیواد له دې دلدل څخه راوباسي.





