باغی ټی وی رپورټ
دکوټي په قادرپور لنک روډ باندي دپوليسو ترمينځه مقابله کښي پنځه غلا وسلوال وژل شوي دي۔
د پولیس وینا ده چی تیره شپه د ګورټی اے سیکشن اے سیکشن پولیس په ګشت روان وو چی د قادر پور لنک روډ باندی وسله والو غلو سره مقابله شوی ده چی پکښي پنځه غله مړه شوی دی.
پوليس وايي، د وژل شويو غلو هويت نه دى په ډاګه شوى او د غلو څخه د وسلو تر ترلاسه کولو وروسته مړي روغتون ته وړل شوي دي.
بل لوري ته په کاچه سيمه کې هم هدفي عمليات روان دي.
درې ورځې وړاندې هم د ګمبارو په امنيه قوماندانۍ کې د پوليسو پر پوسته د وسله والو په بريد کې دوه پوليس شهيدان او يو ټپي شوى و.










Leave a Reply