په پېښور پوهنتون کې له ۴۳ ورځو وروسته نن بیا درسونهړ پیل شو
باغی ټی وی رپورټ
په پوهنتون کې د امنیتي څارونکي له وژل کېدو وروسته د پوهنتون استادانو او کارکوونکو په اعتصاب لاس پورې کړ.
د امنيتي څارونکي د وژنې په غبرګون کې د ښوونکو او کارکوونکو له خوا هم لاريون وشو او د احتجاج په توګه يې له ټولګيو بايکاټ وکړ او د لاريون له امله د هېواد د ٥٣ څانګو ١٧ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شول.