د احصايې ادارې د څلورم ځل لپاره د سرشمېرنې وروستۍ نېټه وغځوله

باغي ټی وی رپورټ
د احصایې ادارې له مخې د سرشمیرنې وروستۍ نیټه د اپریل تر 30 پورې پنځه ورځې غځول شوې ده.
د احصایې ادارې په وینا، په ځینو ولسوالیو کې د ودې د کچې او ارقامو د تایید له امله پراخوالی روان دی، په ځینو لویو ښارونو کې د نفوسو کمښت یا لږ زیاتوالی لیدل شوی، د کراچۍ مرکزي، جنوبي، لویدیځ، ختیځ، ملیر، کیمري او اورنګي د نفوسو کمښت لیدل شوی.
د احصایې ادارې ویلي، چې په لاهور، راولپنډۍ، اسلام اباد، حیدراباد، کویټه، ګوجرانواله، سیالکوټ، جهلم، ګجرات، اټک او پېښور کې هم د نفوسو کمښت یا لږ زیاتوالی لیدل شوی دی.
د شمارياتو دفتر ترمخه پيښور، ډي آئي خان، ايبټ آباد او ټانک کښي د ډيټا تصديق له وجي نيټه غځول کيږي۔
ياده دي وي چي اولني سرشميرنه د اپرېل 10، دويم ځل د اپريل 15 او دريم ځل تر 20 اپريل پوري غځول شوې وه۔






