متحده قومي موومنټ پاکستان د مردم شمارۍ په اړه د اندېښنو له کبله د خپلو قومي او صوبايي اسمبلۍ غړو او سېنېټرانو استعفاوې ورکړې

0
77

باغی ټی وی رپورټ

متحده قومي موومنټ پاکستان د مردم شمارۍ په اړه د اندېښنو له کبله د خپلو قومي او صوبايي اسمبلۍ غړو او سېنېټرانو استعفاوې ورکړې او په دې لړ کې ډېر ژر د پام وړ پرمختګ امکان شته.

دسرچينو ترمخه وفاقي حکومت په وروستۍ مردم شمارۍ د ايم کيو ايم د انديښنو په لرې کولو نۀ دى توانيدلى چې له هغې وروستو ايم کيو ايم د قومي اسمبلۍ، صوبائي اسمبلۍ او سينيټرانو استعفى ورکړي ده.

دسرچينو ترمخه ايم کيو ايم دکراچۍ اؤ حيدر اباد د مردم شمارۍ په عمل کې اختلاف لري.

د دې ترڅنګ د کراچۍ په بهادر آباد کې د ایم کیو ایم پاکستان د رابطې کمېټۍ غونډه وشوه چې مشري یې د کنوینر خالد مقبول صدیقي کوله.

د ايم کيو ايم پاکستان وياند ترمخه په غونډه کې په موجوده سياسي او اقتصادي صورتحال تفصيلي خبرې اترې شوي، په غونډه کې په بيلا بيلو تنظيمي چارو تفصيلي خبرې اترې شوي، تر اوسه د مردم شمارۍ په ارقامو د سختې اندېښنې څرګندونه شوې ده.

د وياند له مخې د رابطې كمېټۍ د مردم شمارۍ په اړه د حکمرانانو په غير سنجيده رويې د اندېښنې څرګندونه وكړه۔

په غونډه كښې سينئر ډپټي كنوينرانو مصطفی کمال، فاروق ستار، نسرين جليل، انيس قائم خاني، عبدالوسيم، كهف الوري او د رابطې كمېټۍ غړو ګډون وكړو۔

د وياند په باور د وفاقي وزيرانو پشمول د اړونده چارواكو سره د ملاقاتونو او د بے ضابطگۍ په اړه ثبوتونو وړاندې كولو باوجود هم درست معلومات نه دي وړاندې كولې شوي، د اېم كيو اېم پاكستان د راتلونكې كارروائي په اړه مهمې پرېكړې شوې دي، د نورو سلا مشورو ورسته به د اولس په خوښه۔ د رسنیو له لارې خبر شي.

Leave a reply