په راولپنډۍ کې غلو د اختر په ورځ خپلو سیمو ته د تللو خلکو کورونه لوټلي دي

0
81

باغی ټی وی رپورټ

د راولپنډۍ پوليس سټېشن سيمه کښې د ګلزار قائد په يو کور کښې د غلا پيښه رامخې ته شوې چې پکښې غلو پنځلس ټنه سره زر او قيمتي ساعتونه هم وړي دي.

د صدربيروني پوليس سټيشن اډياله روډ سيمه کښي هم د يو کور نه سره زر او نقدي غلا شوي دي ولي په منګل چوک کښي هم بيګا شپه يو دوکان لوټ کړے شوے وو چي پکښي وسله وال غله د شپيته زره روپو نقدي لوټلو وروسته وتښتيدل۔

د دې نه علاوه د اختر په ورځ د نصیر آباد پولیس سټیشن نويچکره روډ سیمه کښې هم غلا شوې وه چې پکښې غلو د کور تالاشې ماتولې او لس توله د سرو زرو زیورات او نغدې روپۍ یې وړې وې.

Leave a reply