د کبل د سي ټي ډي پوليس سټېشن مخې ته په چاودنه کې د مړو شمېر ۱۷ ته رسېدلی

0
213

باغی ټی وی رپورټ
سوات: د کبل د سي ټي ډي پوليس سټېشن مخې ته په چاودنه کې د مړو شمېر ۱۷ ته رسېدلی

د ریسکیو چارواکو په وینا د پېښې په ځای کې د لټون او ژغورنې عملیات روان دي، تېره شپه ۷۰ زخمیان روغتون ته لېږدول شوي، د روغتون د راپور له مخې په چاودنه کې ۱۷ تنه شهیدان او ۵۱ نور ټپیان شوي، چې ټپیان کابل ته لېږدول شوي دي. او د سيدو شريف هسپتالونو کښي هم ژوبل کسان سخت سوزيدلي او ژوبل کسان د پيښور برن سنټر ته منتقل کړے شوي دي۔

د پوليس ترمخه په شهيدانو کښي سب انسپکټر عبدالله، اشرف علي او اے ايس آئي شير عالم شامل دي، په شهيدانو کښي کانسټيبل تاج محمد، شيرولي، خليل رحمان، بخت روخان، عصمت علي او فضل رزاق هم شامل دي۔

بل اړخ ته پوليس وائي چي د سي ټي ډي پوليس په کاروائي کښي پاتي بارودي مواد خنثي کړي دي۔

دې نه علاوه آئي جي پي اختر حيات وئيلي دي چې په پوليس سټيشن کښې د بهر نه د کوم بريد ثبوت نه دې ترلاسه شوي، چاودنه په بيسمينټ کښې پراته بارودي مواد کښې شوې ده، دا د شارټ سرکټ يا بل څه له وجې شوې ده او نور تحقيقات روان دي۔ .

بلخوا د سوات په چاودنه کې د وژل شوو 9 افسرانو د جنازې لمونځ ادا کړے شو چې پکښې کور کمانډر پيښور، آئي جي پوليس، آئي جي ايف سي او نورو چارواکو ګډون اوکړو۔

د چارواکو په وینا په وژل شویو کسانو کې پنځه بندیان هم شامل دي.

Leave a reply