د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال احمد شريف چوهدري ويلي دي چې تر اوسه د شواهدو له مخې د سوات کبل پېښه تروريزم نه ښکاري

0
266

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال احمد شريف چوهدري ويلي دي چې تر اوسه د شواهدو له مخې د سوات کبل پېښه تروريزم نه ښکاري.

تيره ورځ د سوات په کبل سيمه کښي د سي ټي ډي پوليس په ګاډي بمي چاودنه کښي د شهيدانو شميره 18 ته پورته شوه۔په دې لړ کې د پاکستان د پوځ وياند ميجر جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي چې په کبل کې يوه غمجنه پيښه رامينځته شوې ده، د خيبرپښتونخوا آئي جي د پيښې په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړی دی.

هغه وويل، چې تر اوسه د شواهدو له مخې د کبل پېښه تروريستي نه ښکاري، خو ظاهراً د کابل دغه پېښه تصادفي ښکاري.هغه زياته کړه، چې د پاکستان د پوځ چارواکي د کابل له پېښې سمدستي وروسته هلته رسېدلي، په ودانۍ کې شته مهمات له هغه ځايه ايستل کېږي، چې تر اوسه د شواهدو له مخې په ګودام کې شته مهمات د پېښې لامل شوي دي.

Leave a reply