د سوات ډي پي او شفیع الله ګنډاپور ویلي چې د کبل چاودنه د بریښنا د شارټ سرکټ له امله شوې ده

0
392

باغی ټی وی رپورټ
د سوات ډي پي او شفیع الله ګنډاپور ویلي چې د کبل چاودنه د بریښنا د شارټ سرکټ له امله شوې ده.

جيو نيوز سره خبرو کې ډي پي او شفيع الله ګنډاپور وويل چې دکابل په سوات سيمه کې د سي ټي ډي پوليس سټيشن مخې ته دا چاؤدنه د شارټ سرکټ له امله شوې چې د يوې چاودنې نه ١٢ دقيقې وروستو دوهمه چاودنه شوې ده.

ډي پي او زياته کړه چې د دريوؤ وګړو مړي ورثاؤ ته سپارل شوي دي، ماهرينو دپيښې ځايې معاينه کړې ده، په چاودنه کې دځانمرگي يا بريدکوونکي هيڅ ثبوت نۀ دى ترلاسه شوى.

بل خوا د کابل د چاودنې د څېړلو لپاره دوه کسيزه کمېټه جوړه شوې ده.

دپوليسو دسرچينو له مخې دچاودنې دڅيړنې لپاره جوړه شوې کميټۍ کې دکورنيو چارو سيکرټري عابد مجيد اؤ ډي آئي جي اسپيشل برانچ شامل دي.

د پلټنو کمېټه به د پېښې په ځای کې ترلاسه شوي شواهد وڅېړي او کمېټۍ ته هدايات ورکړل شوي چې ژر تر ژره پلټنې بشپړې کړي او راپور وړاندې کړي.

ياده دي وي چي د سوات په کبل سيمه کښي د سي ټي ډي پوليس سټيشن کښي بمي چاودنه کښي د سي ټي ډي دوه افسرانو په شمول 15 اهلکار شهيدان او 57 ژوبل شوي وو۔

Leave a reply