ایران ته تللي عسکر بیرته خپل هېواد ته راوګرځېدل
ایران ته تللي عسکر بیرته خپل هېواد ته راوګرځېدل
وروسته تر هغې چې د طالبانو له خوا نیمروز ولایت سقوط کړل سو یو شمیر عسکر له هېواد نه د ایران خاورې ته پناه یوړه.
(2021 / 8 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
د نیمروز ولایت له سقوط وروسته یو شمیر عسکر له خپلو وسلو او ټانګونو سره د ایران خاورې ته داخل شول او هلته د پناه اخستلو غوښتونکي شول، ایراني ځواکونو دوی ته اجازه ورکړه او ویې ویل چې د دوی سر او مال به خوندي.
وروسته تر هغه چې طالبانو له پنجشیر پرته افغانستان ټول ولایتونه ونیول ایراني ځواکونه افغان پولیسو ته د بیرته تګ وویل او هغوی د نمیروز دروازې له لارې له خپلو ټولو وسلو او مهماتو سره افغانستان ته داخل او طالبانو ته تسلیم شول .
د یادونې وړ ده چې تیرع اونۍ په مزار ښار د طالبانو له حملې وروسته یو شمیر افغان ځواکونه د حیرتان بندر له لارې تاجکستان ته واووښتل چې تر اوسه بیرته نه دي راګرځېدلي.