پاکستان تحريک انصاف د آزاد جمو او کشمير قانون ساز اسمبلۍ کښې د اپوزيشن څوکيو باندې کښېنستو فيصله کړې ده او خواجه فاروق د اپوزيشن ليډر نومولې دې

0
94

باغي ټی وی رپورټ

د عمران خان په مشرۍ کښې شوې غونډه کښې د آزاد جمو او کشمير قانون ساز اسمبلۍ کښې د نوي وزيراعظم انتخاب نه پس په صورتحال خبرې اترې شوې۔

دسرچينو ترمخه پي ټي ائي د نوي منتخب وزيراعظم چوهدري انور حق څخه د جلا کيدو اعلان کړى دى په داسې حال کې چې سردار تنويرالحق هم د پي ټي ائي صدارت څخه استعفى ورکړې ده.

د آزاد جمو او کشمير قانون ساز اسمبلۍ کښې د اپوزيشن نومول شوي مشر خواجه فاروق ته د پارليماني پارټۍ غونډه رابللو هدايات شوي دي۔

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د خواجه فاروق په مشرۍ کې د اپوزېشن په څوکیو ناست غړي به یوازې د تحریک انصاف برخه پاتې کېدلی شي، او د تحریک انصاف نه د منحرف شویو غړو د ایستلو بهیر به پیل شي.

سرچينې وائي چې پخوانى وزيراعظم سردار قيوم نيازي دتحريک انصاف آزاد کشمير صدر او چوهدري مقبول گجر د آزاد کشمير اسمبلۍ سپيکر نومول شوى دى.

دسرچينو ترمخه عمران خان د آزاد کشمير اسمبلۍ په ٣١ غړو کې د ٧ غړو په ګډون په غوسه شو.

سرچينې وائي په غونډه کې ٧ غړو کې خواجه فاروق، قيوم نيازي، ديوان محي الدين، مقوب گجر اؤ حامد رضا شامل دي، په دغه غونډه کې دسردار تنوير الياس، بيرسټر سلطان اؤ چوهدري انوارالحق ډلې غړي نۀ ؤ.

Leave a reply