د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، له ټاکنو انکار د حکومت له لوري پر اساسي قانون برید دی، د واک سرچینه خلک دي او خلک د قضايي ادارو تر شا ولاړ دي

0
103

باغي ټی وی رپورټ

لاهور کې خبريالانو سره خبرو کې عمران خان وويل سپريم کورټ د قامي هيلو محور دی، په ملک کې د روان بحران يواځينۍ حل لاره خلکو ته حواله کول دي، د پاکستان د اساسي قانون له مخې ستر واک د الله تعالی دی. د ځواک سرچینه خلک دي.

عمران خان ویلي، چې ولس خپل واک د منتخبو استازو له لارې په روښانه او شفاف ډول کاروي، له ټاکنو د حکومت انکار په اساسي قانون برید دی، د ماتې او ګټو له وېرې له اساسي قانون څخه د انحراف پایلې ناوړه وي. څوک به وي

هغه وويل، زه او زما ګوند د هغو کسانو له خوا د اساسي قانون د وژلو د مخنيوي لپاره په ميدان کې يو، چې د رايې ورکولو حق يې غصب کړ، د اسمبلۍ انحلال سل په سلو کې اساسي او جمهوري لاره ده.

عمران خان وويل دپي ټي ائي دجوړيدو مقصد دعدليې، دقانون حاکميت اؤ داساسي قانون جوړول دي، پي ټي ائي د1996م راهسې پرامن، جمهوري اؤ آئيني مبارزه کړې ده اؤ هيواد اؤ ولس ورته ضرورت لري.

پخواني لومړي وزير وويل، چې د ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالى لري او د ټاکنو د ځنډولو د ناقانونه هڅو پر وړاندې به مقاومت وکړي.

Leave a reply