کراچۍ: حب شاه نوراني درګاه ته څېرمه د مسافر وړونکي کوچ د چپه کېدو له امله یو کس مړ او ۲۷ نور ټپیان شوي دي

0
155

باغی ټی وی رپورټ

په حب کې د شاه نوراني درګاه ته څېرمه مسافر وړونکی کوچ اوښتی، د ژغورنې چارواکي وايي، دغه مسافر وړونکی کوچ له درګاه څخه میرپورخاص ته روان و، چې د تیز رفتارۍ له امله پېښه شوې ده.

د ژغورونکو چارواکو په وینا، په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د ژغورنې چارواکي وايي، د وژل شوي کس هویت د محمد حسن په نوم شوی، مړي او ټپيان د کراچۍ ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

له دې وړاندې دادو په مهر تحصيل کې د مسافرو يو کوچ غورځيدلى چې له امله يې ٢٥ مسافر ژوبل شوي دي.

دپوليسو ترمخه دغه ترافيکي پيښه دمهر سيمه په کولاچي موري کې هغه مهال رامينځته شوې کله چې دکراچۍ څخه دکراچۍ په لوري روان يو مسافر وړونکى کوچ دتندلارو څخه ډک ټريکټر ټريلي څخه تيريدو په مهال اوټ شو.

Leave a reply