د سوات په کبل کې د سي ټي ډي پوليس سټېشن دننه بمي چاؤدنه کې د وژل شوؤ پوليسو شمېره ۱۳ ته رسېدلې ده

باغی ټی وی رپورټ
په چاودنه کې ۱۳ تنه وژل شوي، ۵۷ تنه ټپیان شوي چې د ۸ تنو روغتیايي حالت نازک دی.
ډي آئي جي سي ټي ډي خالد سهيل جيو نيوز سره په خصوصي خبرو کښي وئيلي دي چي د سوات په پوليس سټيشن کبل کښي خودکش چاودنه نه ده شوي۔
هغه زياته کړه، چې د پوليسو پر پوسته بريد او ډزې نه دي شوي، چاودنه په هغه ځاى کې شوې، چې وسلې او د هاوان مرمۍ د پوليسو په پوسته کې وې، چاودنه د وظيفوي غفلت او يا کوم بل لامل له امله شوې او په اړه يې پلټنې روانې دي.
وروسته په یوه بل بیان کې هغه وویل چې چاودنه د سي ټي ډي په زاړه دفتر کې شوې چې ظاهراً ځانمرګی یا ترهګریزه پېښه نه ده.
د ډي آئي جي سي ټي ډي وينا ده چي چاودنه کښي د سي ټي ډي دوه اهلکار او څلور عام وګړي شهيدان شوي او د سي ټي ډي 18 اهلکار هم ژوبل شوي دي۔
ډي آئي جي سي ټي ډي وئيلي دي چي د بم ډسپوزل يونټ ټيمونه هم پلټني کوي۔






