د سوات په کبل سیمه سي ټي ډي پوليس سټيشن کښې د چاودنې لومړني رپورټ جاري کړی چې پکې د بریښنا شارټ سرکټ له امله د چاودنې امکان ښودل شوی دی
باغی ټي وي رپورټ
پوليسو د سوات د کبل پوليس سټيشن سي ټي ډي کې د چاودنې لومړني رپورټ جاري کړی چې پکې د بریښنا شارټ سرکټ له امله د چاودنې امکان ښودل شوی دی.
د شورو په ورځ د سوات په سيمه کې د سي ټي ډي پوليس سټيشن مخې ته بمي چاؤدنه کې د سي ټي ډي د دوه افسرانو په شمول 15 کسان وژل شوي او د 57 ژوبلو څخه د 8ؤ حالت نازک دی.د پوليس رپورټ ترمخه د پوليس سټيشن سي ټي ډي کښې د شارټ سرکټ له وجې د چاؤدنې امکان زيات دے ولې تر اوسه د بهر نه د بريد ثبوت نه دې ترلاسه شوي۔