سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو پاکستان ته د درې میلیارده ډالرو مالي مرستې په اړه د پیسو نړیوال صندوق (IMF) ته خبر ورکړی دی
باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو پاکستان ته د درې میلیارده ډالرو مالي مرستې په اړه د پیسو نړیوال صندوق (IMF) ته خبر ورکړی دی.
جيو نيوز سره خبرو کې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وويل چې سعودي عرب او متحده عرب اماراتو پاکستان ته د مالي مرستو په اړه IMF ته خبر ورکړی دی.
د اسحاق ډار په وینا، سعودي عربستان پاکستان ته د دوه میلیارده ډالرو او متحده عربي اماراتو پاکستان ته د یو ملیارد ډالرو ورکولو تایید کړی دی.
اسحاق ډار وئيلي دي چې د پاکستان او آئي ايم ايف ترمينځه د عملې په کچه د معاهدې ټول شرطونه پوره شوي دي۔
د مالیې وزیر هیله څرګنده کړه چې د پیسو نړیوال صندوق د کارکوونکو په کچه هوکړه به ژر د اجرایوي بورډ له خوا تصویب شي.