د الخدمت فاونډیشن پاکستان له طرف نه افغانستان اولس ته مرستې ډالۍ شوي

0
58

باغي ټي وي رپورټ
د الخدمت فاونډیشن پاکستان د خیبر پښتونخواه څانګې مشرانو او نمایندګانو رسنیو ته خبر ورکړې دې چې دې خیریه ادارې له طرف نه د افغان اولس لپاره د خوراکي توکو ډګ ټرکونو نن افغانستان ته لیږل شوي دي.

د رپورټ مطابق د الخدمت فاونډیش د طرف نه دغه مرستې د پاک افغان همکارۍ فورم له لارې استول شوي د الخدمت فاونډیشن پاکستان 4 ټنه امدادي توکي افغانستان ته ولیږل شول په دې بشري مرسته 7 لارۍ سامان چې پکښې خوراکي توکي شامل وو ،افغان اولس ته ډالۍ شو.
په خوراکي توکو کښې اوړه ، غوړي ، بوره ، وریجې ، لوبیا ، دال ، مالګه ، چای او نور خوراکي توکي شامل دي.د افغانستان لپاره د مرستې توکي له پیښور څخه پکتیکا ته د الخدمت فاونډیشن پاکستان د مرکزي رییس محمد عبدالشکور ، عمومي رئیس شاهد اقبال او د ولایتي سرپرست محمد شاکر صدیقي لخوا لیږل شوي.
یاده دې وی چې دې نه وړاندې هم د پاک افغان د همکارۍ د فورم د غړو له اړخه د افغانستان قندهار، خوست او کابل ولایت ته د هوایی الوتکو او د تورخم له لارې داسې بشري مرستې لیږل شوي دي. دا مرستې هم تر ۱۰۰۰ ټنو پورې وي چې افغان اولس سره وشوې.

دا خبره هم د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د الخدمت فاونډیشن خیبر پښتونخوا مشرانو په کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد سره کتلي وو او ژمنه ی کړې وه چې الخدمت فاونډیشن به هم د ځپل افغان اولس لپاره بشري مرستي پیل کړي.

Leave a reply