د اسیا پرمختيايي بانک (ADB) د کال ۲۰۲۲ رپورټ جاري کړی چې له مخې یې په ۲۰۲۲ کال کې پاکستان ته تر ټولو زیاتې مرستې ورکړل شوې دي
باغي ټي وي رپورټ
د اسیا پرمختيايي بانک (ADB) د کال ۲۰۲۲ رپورټ جاري کړی چې له مخې یې په ۲۰۲۲ کال کې پاکستان ته تر ټولو زیاتې مرستې ورکړل شوې دي.
په راپور کې راغلي چې د اسیا پراختیايي بانک په اسیا کې د ۳۱،۸ میلیارده ډالرو په ارزښت پروژې تمویل کړي دي.د راپور له مخې د پاکستان اقتصاد د سېلابونو له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوی، د سېلابونو له امله په پاکستان کې د فصلونو لوی زیان اوښتی، د فصلونو له ویجاړېدو سره په پاکستان کې د عرضې او تقاضا توازن ګډوډ شوی، چې له امله یې سیمه ییز انفلاسیون زیات شوی دی.
د اسیا پراختیايي بانک وايي، پاکستان ته یې له خپلو شریکانو سره د ۵،۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پروژې ورکړي، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې پاکستان ته د ۲.۶ میلیارد ډالرو رعایتي پورونه ورکړل شوي دي.
د راپور له مخې د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړه د نړۍ د انفلاسيون لامل ده، کارپوهان اړ دي چې په پاکستان کې د موسمي بدلون له زيانونو ډډه وشي.د اسیا پراختیايي بانک د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې په پاکستان کې د سېلابونو له امله ۱۷۳۰ کسان مړه شوي، سېلابونو په پاکستان کې ۳۳ میلیونه خلک اغېزمن کړي او اقتصاد ته یې ۳۰ میلیارده ډالره زیان اړولی، د سېلاب ځپلو سیمو د بیارغونې لپاره د ۱۶ میلیارده ډالرو ژمنه شوې وه. له دې جملې څخه ۱.۵ میلیارده ډالره پاکستان ته ورکړل شوي دي.